Hoyat News
10 photos
2 videos
1 file
هویت نیوز د کلیو او باڼدو د غږ رسولو او د هېواد پالنې د ودې لپاره کار کوي. محلي او ملي واقیعیتونه خپروي!
Download Telegram
Channel created
Channel photo updated
د پنجاب پر پوځي اډې د ځانمرگي بريد مسوولیت د حافظ گل بهادر وسله والې ډلې پر غاړه اخیستی

د یاد برید په پای کې لږ تر لږه اته پنجابی پوځيان وروسته له هغه ووژل شول چې ځانمرگي برید کوونکي له چاودېدونکو توکو ډک موټر د پوځي اډې د احاطې له دیوال سره وجنگاوه.

د شمالي وزیرستان سره په بنو کې (د دوشنبې د ورځې) برید کې د وژل شویو له ډلې اوه د اردو غړي او یو نیمه پوځي سرتېری شامل وو.

د برید پړه د پاکستاني طالبانو تر نامه لاندې د حافظ گل بهادر وسله والې ډلې منلې، چې د TTP په نامه یادېږي.

#لوی_هېواد
#پان_افغانېزم
د تېرې دوشنبې سخت توپان د تورخم د کډوالو په کمپ کې درانه مالي زیانونه اړولي دي

#لوی_هېواد
#پان_افغانېزم

هویت نیوز
کاکړ تاریخ بنسټ «مشروطه غورځنگ، یو ملي او افغاني حرکت» کتاب چاپ او خپور کړ

یاد اثر د افغانستان د مشروطیت غورځنگ د مخکښ غړي میر سید قاسم خان روایت دی چې پښتونیار د لیکنو په بڼه خپاره کړي دي.

یادې لیکنې ډاکتر زرین انځور راټولې کړي، سریزه او تعلیقات یې پرې لیکلي، چې شاوخوا دوه کاله مخکې، د «نهضت مشروطه‌خواهی، یک حرکت ملي و افغاني» تر سرلیک، د کاکړ تاریخ بنسټ له لوري د کتاب په بڼه خپرې شوې دي.

کتاب د کندهار پوهنتون استاد، پوهندوی مطیع‌الله روهیال پښتو ته ژباړلی دی.

#لوی_هېواد
#پان_افغانېزم
تصبره:
د بنو برید؛ آیا د پنجاب پوځ د سویې سوري ته راکښل شوی دی؟


پنجاب له ډېرې مودې راهیسې، له پېچلي، گونگ، او د ناچارۍ له حالت سره لاس و گریوان دی.

نړیدلی اقتصاد او قرضداري، سیاسي بې‌ثباتي، د بشري حقونو د سرغړونو او فساد له کبله د پوځ ټیټ حیثیت، د بلوڅانو او سندیانو د آزادۍ هڅې، د افغانانو د لوی هېواد روا غوښتنه، له گاوڼدیانو سره دښمني، د بنو او هغې ته ورته بریدونه د پنجاب واقعي خصلت او ماهیت څرگندوي.

لیکن دغه لنډه تبصره یواځې د بنو د برید ستراتيژیک اړخونه ارزوي.

۱) عام ولس. په نامتعارفو جگړو کې ښکېلې خواوې کوښښ کوي، چې عام خلک خوندي او خپل کړي.
ځکه خلک د استخباراتي معلوماتو سرچینه او د فشار حربه دي. د بنو د خلکو توپیر بیا دا دی چې تل یې کابل خپله سیاسي قبله گڼلې، نه اسلام اباد. کېدای شي په همدې دلیل، پنجابي نهیلي پوځویانو د بنو عام خلک د ځمکې او هوا له لارې په نښه کړل، چې په خپل ذات کې بشري جنایت دی.

که د نړیوالو دوه‌گونی چلند نه وي، د پنجاب پر پوځ باید بندیزونه ولگول شي او د ملگرو په تور لېست کې شامل شي.

۲) د نامتعارفو جگړو موخې. دا جگړې تاواني یا ستومانوونکې دي. د دښمن تجهیزات، اکمالاتي لارې او سرتېرې په دوامداره توگه په نښه کېږي، تر څو بې‌موراله او بې‌ارداې شي.

بلاخره، پوځ او امنیتي ځواکونه د خپل ځان او له حکومت څخه دفاع نه شي کولای. دولت په بکس یا قفس کې (محاصره) کېږي او خدمات نه شي وړاندې کولای. په دې توگه، مشروعیت له لاسه ورکوي او پرځېږي.

د پنحاب پر وړاندې د بنو او ورته نور بریدونه د ورته پایلو لامل کېږي او که دوام ومومي، پنجاب په خپل وزن چپه کېږي.

۳) اوس پنجاب یوازې د هستوی وسلو له کبله د نړیوالو تر ترحم لاندې دی. خو، هغه ورځ لرې نه ده چې نړۍ د پنحاب د بې‌وسلو کولو غوښتنه وکړي. د پردو کټ تر نیمو شپو وي او نړیوال د بې‌ثباته پنجاب له لاسه هر شپه رڼه نه شي تېرولی.

په پای کې، په نامتعارفه جگړه کې د منظم پوځ ښکېلېدل، د سویې په سوري کې د دښمن په خوښه د دښمن لټول دي.

په داسې حال کې چې د پنجاب د پوځ یوه پخه سلنه پښتانه او څو نور قومونه دي، څنگه امکان لري چې پښتون به د پنجاب لپاره خپل کلي ورانوي.

آیا د بنو په گډون د افغان او بلوڅو په سیمو کې د پنجاب پوځ ښکېلېدل، د سویې سوري ته راکښل نه دي؟

هویت نیوز
د ستراتيژیکو ارزونو خونه


#لوی_هېواد

#پان_افغانېزم
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
پنجابي پوځیانو په بنو کې پر ولسي وگړو ډزي کړي

نن په بنو کې لسگونو زرو ولسی وگړو د پنجاب د پوځي عملیاتو پر وړاندې لاریون کړی و.

پنجابي پوځیانو په لاریون کوونکو مخامخ ډزي کړي. د پښتون ژغورنې غورځنگ ویلي چې په لسگونو کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د یاد غورځنگ مشر منظور احمد پښتین وايي چې د بنو اوسېدونکي یوازې نه پرېږدي او پر ننگ به یې نن مازدیگر په بېلابېلو سیمو کې پراخ لاریونونه کوي.

#لوی_هېواد
#پان_افغانېزم
د اوفا شبکې د بنو پر لاریون کوونکو برید وغنده او پر پنجاب د سملاسي بندیزونو غوښتنه یې وکړه

د اوفا شبکې د یوې اعلامیې په خپرولو سره، په بنو کې پر ملکي لاریون کوونکو د پنجابي ځواکونو د مخامخ برید غندنه کړې او سخت غبرگون یې ښودلی. پرون د جمعې پر ورځ پنجابي ځواکونو په بنو کې پر امن غوښتونکو لاریون کوونکو مخامخ ډزې وکړې، چې د راپورونو له مخې د ماشومانو په گډون دوه کسان یې وژلي او شاوخوا شل کسان یې ټپيان کړي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د پنجاب استخباراتي او پوځي ادارې بلوڅان او پښتانه وژني او څو ورځې مخکې پان افغان شاعر گیله‌من وزیر هم دوی وژلی.

اوفا د دې کړنو د غندلو تر څنگ څرگندوي، چې دا کړنې د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د درېیمې (۳) او نولسمې (۱۹) مادې څخه سرغړونې دي او له همدې امله د پنجاب پر پوځي او سیاسي مشرتابه باید سملاسي بندیزونه ولگول شي.

#لوی_هېواد
#پان_افغانېزم
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
ويډیو: د بنو پر ملکي لاریون کوونکو د پنجابي پوځیانو د مخامخ ډزو شېبې

‏⁧ #لوی_هېواد
‏⁧ #پان_افغانېزم
د بښنې نړيوال سازمان: پنجاب دې پر لاريون کوونکو د بريد په اړه پلټنې وکړي

‏ د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا برخې ویلي، چې د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې پر مظاهره چیانو د پنجابي ځواکونو ډزې د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو او د پنجاب د اساسي قانون له مخې د سوله ییزو مظاهرو له حق څخه سرغړونه ده.

‏ دغه بنسټ لیکلي، چې د سوله ییزو اعتراض کوونکو پر وړاندې تاوتریخوالی د ملګرو ملتونو د اصولو خلاف دی.

‏ د بخښنې نړیوال سازمان په ياد هېواد کې پر انټرنیټ بندیزونه غندلي او ویلي یې دي، چې دا کار د بیړنیو حالاتو پر مهال د ناسمو معلوماتو په خپرولو کې مرسته کوي.

‏ دغه سازمان له پنجابه غوښتي چې پر مظاهره چیانو د حملې په اړه تحقیقات وکړي، چارواکي دې محاکمه کړي او د وسلو د کارولو په برخه کې دې د ملګرو ملتونو لارښونې په پام کې ونیسي.

‏⁧ #لوی_هېواد
‏⁧ #پان_افغانېزم
په پروان کې په یوه چاودنه کې اتو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

‏د پروان ولایت د چاریکار ښار اړوند د سرک نو په سيمه کې د زړو اوسپنو په یو سرای کې د چاودنې له امله ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

‏د لومړنیو مالوماتو له مخې یاده چاودنه د زړو اوسپنو په منځ کې د چاودیدونکو توکو له امله رامنځته شوې ده چې په پایله کې ۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شپږ تنه نور ټپیان دي.

‏⁧ #لوی_هېواد
‏⁧ #پان_افغانېزم
په ډایکنډي ولايت کې دوه ځوانان په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي

د ډایکنډي ولايت په مرکز د سوختوک برېښنا بند کې دوه ځوانان د لامبو پر مهال اوبو کې ډوب او مړه شوي دي.

هويت نيوز ته يوې سرچينې ويلي، چې يادو ځوانانو ۱۹ او ۲۳ کاله عمرونه درلودل چې د ژغورلو لپاره يې په وخت هڅې نه دي شوي.

د يادونې وړ ده، چې د دوبي په موسم کې په ډیريو ولايتونو کې خلک د لامبو لپاره لويو سيندونو او د اوبو بندونو ته ځي، چې ډیری وخت د ډوبيدو پیښې را مينځته کيږي.

#لوی_هېواد
#پان_افغانېزم

 
د لستوڼي ماران: آب و هوا د افغانستان او مزدوري پنجاب ته!

‏محمود خان اڅکزی وايي، که څوک جهاد کوي فلسطين ته دې ولاړ شي، له پوځ سره دې جګړه نه کوي.

‏اڅکزي د پنجابي پوځ هغه وحشيانه کړنې هيروي چې په وزيرستان کې يې تر سره کړې او هره ورځ پښتانه او بلوڅ ځوانان وژني.

‏محمود خان په داسې حال کې يادې څرګندونې کوي، چې تازه په بنو ولسوالۍ کې پنجابي پوځ د پښتنو د امن غوښتنې پر ولسي غونډې مخامخ ډزې وکړې چې مرګ و ژوبله يې هم لرله.

‏اڅکزي تر دې وړاندې پښتونخوا د پنجاب برخه بللې وه خو د پښتنو په مړينه يې خوله نه ده ښورولې.

‏د سياسي چارو شنونکي په دې اند دي، چې اڅکزی د پنجاب د لاس اله ده او پنجاب هغه د بېلابېلو پروژو لپاره استعمال کړی دی.

‏د اڅکزي له څرګندونو داسې مالوميږي، چې خپل هويت يې هير کړی او د لطيف پدرام په څير د پرديو ګټو ته ژمن دی.

‏بله خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ غواړي، چې د اکتوبر په مياشت کې د قومي عدالت په نوم لويه غونډه تر سره کړي چې محمود اڅکزی يې د بې رنګه کولو هڅې کوي.

‏⁧ #لوی_هېواد
‏⁧ #پان_افغانېزم
پکتیا کې د کرکټ پر سر د دوو ورونو لانجه؛ یوه یې ځان وژنه کړې

د پکتيا د امنيه قوماندانۍ چارواکو رسنيو ته ويلي، یوه دولس کلن ماشوم د دغه ولايت په زرمت ولسوالۍ کې د کورني تاوتريخوالي له امله ځان را ځړولی او وژلی دی.

د پکتيا د امنيي قوماندانۍ وياند عبدالباري منيب ځدران زياته کړې ده، چې ياد ماشوم له خپل بل ورور سره د کرکټ لوبې پر سر تر لانجې وروسته په خپل کور کې ځان را ځړولی دی.

د نوموړي په خبره، پېښه پرون (د زمري لومړۍ، د دوشنبې ورځ) سهار پنځه‌نیمې بجې د زرمت ولسوالۍ د علي‌جان‌خېلو کلي کې شوې ده.

هغه زیاتوي چې د دوی د لومړنيو پلټنو له مخې، روښانه شوې چې کورنۍ يې له بل چا سره کومه شخصي ستونزه نه ‌لرله او پېښه د کورني تاوتريخوالي له امله شوې ده.

#لوی_هېواد
#پان_افغانېزم
Pashto_Wakhan002_11_Oct_Jirga.pdf
303.4 KB
د اکټوبر د ۱۱مې جرگه: د بریا کیلي!